روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند يا حزب اسلامي افغانستان د ولسمشر غني هغه فرمان ته منفي غبرګون ښوودلی چې د مصالحې عالي شورا مشرتابه او غړي يې په کې ټاکلي دي.
د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي مرستيال حفیظالرحمان نقي رسنيو ته ويلي دي چې د مصالحې عالي شورا نوملړ کې د جهادي مشرانو نومونه د نمايش په ډول راغلي دي. وزين د جوړجاړې عالي شورا کې د ګلبدين حکمتيار غړېتوب رد کړی دی.
له اسلامي ګوند وراېخوا نن ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا کې له خپل ګډوڼ ډډه کړي خو د سولې لپاره د هڅو يې ويلي دي.
وروستي