صلاح الدين رباني: په خپل پخواني دريځ ولاړم يم؛ مصالحې عالي شورا کې له غړېتوب ډډه کوم 

روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، د اسلامي جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا کې له خپل غړېتوب سره مخالفت ښوودلی او رد کړی يې دی. 

جمعيت ګوند په دې اړه په يوې خبرپاڼې کې لېکلي دي، "د افغانستان اسلامي جمعیت په تیرو وختونو کې د سولې خبرو اترو ، د مصالحی عالي شورا او د مذاکراتي ټیم په تړاو؛ خپل دریځ روښانه کړی او د سولې په ملي او څو اړخیزو خبرو اترو یې ټینګار کړی دې او د ملي سولې خبرو اترو په پروسه کې د جهاد او مقاومت، دیموکراسۍ، د شهیدانو وینې او د تیرو دریو لسیزو لاسته راوړنو د ارزښتونو د ساتلو لپاره یو خپلواک پلاوی هم ټاکلی دی.

د دې روښانه لید او دریځ په پام کې نیولو سره ، د افغانستان اسلامي جمعیت اعلانوی چې د مصالحی عالی شوری په لست کی د افغانستان د اسلامی جمعیت د مشر د نوم د شاملولو په هکله ددی ګوند سره سلا او مشوره نده شوی او جمعیت اسلامی به پکی ونډه وانخلی او په خپل پخوانیو دریځونو باندی ټینګار کوی."

له صلاح الدين رباني وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د مصالحې په عالي شورا کې له خپل غړېتوب ډډه کړي خو ويلي دي چې د سولې لپاره به هڅې او مبارزه کوي.