
روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، کورنيو چارو وزارت رسنيو ته ويلي دي چې د وردګ ميدان ولايت د کليو پراختيا رئيس د رشوت اخېستو پرمهال نېولی دی.
د مالوماتو پر اساس د وردګ ميدان ولايت د کليو او پراختيا رئيس د دوه نورو کسانو سره يوځای د رشوت اخېستو پرمهال داسې وخت کې ونېول شو چې يو مېل بې جوازه وسله او يو بې سندونو موټر هم ور سره وو.
کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د تورن کس دوسېه د هېواد قضايي او عدلي ادارو ته سپارلې ده.