صلاح الدين رباني: مونږ د امام حسين لار پلي کوو او هېواد کې د بې عدالتۍ او استبداد پر وړاندې مبارزه کوو 

روهي (يوه نۍ/۹ د وږي)، د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني د عاشورا ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې لېکلي دي چې د امام حسين د وخت په څېر اوس مهال افغانستان کې بې عدالتي او استبداد شتون لري. 

رباني ليکلي چې هر کله امام حسين د عدالت، برابرۍ او وروروالۍ پر وړاندې د استبداد، ظلم، بې عدالتۍ او د قدرت انحصار ته متوجې شو نو مبارزه يې پيل کړه او ځان په دې لار کې قرباني کړ. 

صلاح الدين رباني د افغانستان اوسنی وضعيت هم هغه وخت سره پرتله کړی او زياته کړې يې ده، "اوس وخت کې زمونږ مسووليت هم دا دی، چې کله ګورو ځيني کسان ټولنه او نظام په ناسم لور وړي، د هېواد راتلونکی په خطر کې اچوي او د قدرت د انحصار په هڅه کې دي؛ بايد پر وړاندې يې د امام حسين په ډول مبارزه وکړو. "

د حکومت دغه مخالفې سياسي څېرې له خدای غوښتي دي چې د موجوده حکومت پر وړاندې د امام حسين په ډول شهامت او پېژندګلوي ور په برخه شي. 

صلاح الدين رباني تېرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ټاکنيز ملګری وو، چې د سياسي هوکړې په لاسليک سره يې له عبدالله عبدالله خپله لار جدا کړه. نوموړی د افغانستان د نظام د بدلون پر طرحې ټېنګار کوي.