د هدفي بریدونو تر شا راز!

په هېواد کې هدفي بریدونو بېساری زور اخیستی، څه موده مخکې د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس دکتور عبدالباقي امین په پلان شوي برید کې شهید شو. له دې وړاندې نوموتي ديني عالمان داکتر ایاز نیازی، مولوي عزیزالله مفلح او سیاسي شنونکی وحید مژده د کابل په امنو سیمو کې شهیدان شول.

حکومت طالبان په دغه او ورته پېښو ښکېل بولي، په داسې حال کې چې هغوی ځينې بریدونه غندلي او پړه يې نه ده منلې. په هدفي بریدونو کې تر اوسه قومي مشران، سیاسي شنونکي، هېواد ته ژمن پوځي افسران، ديني عالمان او اغېزمن کسان وژل شوي دي. چارواکو ژمنه کړې وه چې يادې پېښې به څېړي، خو تر اوسه په دې تړاو لا هم ستره بې غوري کوي او د عاملینو پر وړاندې يې  ريښتنی جدي اقدام نه کوی!؟

دغه راز هدفي بریدونه په داسې حال کې ډېر شوي، چې خلک د سولې لپاره لا هم تمه لري او په دغه پروسه کې د ستونزو، ځنډ او خنډ سره سره غواړي چې بین الافغاني خبرې پيل شي. همدارنګه ځينې باور لري چې هدفي وژنې د سولې پروسه ننګوي او که دوام وکړي وېره ده چې ټولې هڅې به له خاورو سره خاورې شي.

که د هدفي وژنو په اړه  لږ فکر وکړو، دې پايلې ته رسېږو چې یوازې هغه کسان په نښه کېږي، چې په ټولنه او خلکو کې اثر لري او د خپل نفوذ او ارزښتونو په محور کې نور راټولولی شي. د سولې پروسه له څه کم دوو کلونو را په دېخوا پیل شوې، په داسې حال کې چې هدفي بریدونه مخکې کېدل. 

په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې چې امریکا د تروریزم سره د مبارزې په نوم په افغانستان کې جګړه پیل کړه، له هماغه وخته هدفي وژنې پیل شوې، لسګونه ديني عالمان، قومي مشران، د غرب خلاف سیاستوال، تکړه ژمن پوځيان وژل شوي او تر ننه دا بدمرغه لړۍ لا ځواکمنه روانه ده! 
داسې ښکاري چې د هدفي بریدونو اصلي طراحان لويې موخې لري، که داسې نه وي ولې تل هغه کسان په نښه کېږي چې ځانګړی لید لوری او ارزښتونه لري!؟

 واقعیت ته په کتو سره، افغانستان ځواکمن قبیلوي جوړښت لري او تل يې مرکزي ادارې ته د تاريخ په اوږدو کې سرخوږی جوړ کړی دی. په قبيلوي سیستم کې ځانګړي ارزښتونه پلي کېږي. نړیوالې ټولنې چې په سر کې امریکا ده د دې لپاره چې قبيلوي جوړښت له منځه یوسي او خپل ارزښتونه  د شمو ګټو د لاسته راوړلو لپاره په ټولنه کې حاکم کړي، ډېری مشران  يې ووژل، ځينې يې بدنام کړل او ځینو ته يې څوکۍ، امتیازات او موقفونه ورکړل تر څو خپل سیاسي، ديني او قومي نفوذ د امریکا په ګټه وکاروي.

هغه کسان چې د غرب خلاف فکر لري او لنډ مهاله، ګټې نه خوښوي، هغوی بیا  تر ننه وژل کېږي او پړه يې داسې ډلې په غاړه اخلي چې د دوی په لاس جوړې شوې دي. نو څرګندېږي چې دا ډول بریدونه د افغانستان په قبیلوي جوړښت، د خلکو په ارزښتونو او یووالي برید دی خو تر کله!؟

که ځينې مشران امریکا د پیسو په وسیله اخیستي، سلګونه نور پوه شوي چې د یاد هېواد مبارزه د تروریزم په نوم یوه پلمه او چټله تجارتي جګړه ده؛ چې یوازې مظلوم ولس پکې وژل کېږي. امريکا  او ورسره ملګري به يې څومره نور کسان د دې لپاره په هدفي او وحیشانه بریدونو کې شهیدان کړي، چې د انساني فطرت خلاف ارزښتونه په ټولنه کې حاکم کړي؟

افغانانو د خپلو ارزښتونو لپاره درې ځلې انګلیس په ګونډو کړی او شوروي اتحاد ته يې شرمونکې ماتې ورکړې ده. امریکا هم باید له يادو تاريخي پېښو عبرت واخلي. نور دې له خپلو شمو او شیطاني موخو لاس واخلي، خپلې پښې دې له افغانسانه لنډې کړي او د ترهګرۍ د ځپلو په نوم دې نورې ډلې د افغانانو د وژلو او  ګټو لپاره نه کاروي. همدا راز لرې نه ده چې امریکا به د نړیوال ناروین (کرونا)، اقتصادي ستونزو، ناکامو سیاستونو او په کور دننه توکپمالنې له امله له خپل خونړي سیستم سره یو ځای زوال وکړي. نو پردېږدي چې افغانان د خپلو ارزښتونو تر سیوري لاندې د یو څه مودې لپاره، له وحشت، وژلو، تعصب او کرکې لرې ډاډه ژوند وکړي؛ ځکه په هېواد کې د ټولو غمېزو تر شا د امریکا لاس دی!