۷ د امینداورۍ د خوړو جادویي قوانین
امینداورۍ د مېرمنې او خاوند له پاره یوه هیجاني او د مینې ډک دوران دی. چې نه یوازې مور بل پلار هم خپل رول د ارواهي او هم د ساتنې له پلوه ځیني مسوولیتونه لري. خو د یو نارمل او بې تکلف زیږون له پاره منظم د خوړو قوانین درلودل اړین دي. دلته ۷ ساده او اړین د خوړو قوانین تاسو ته بیانوم.
ـ که هر ډول خواړه شتون ولري، خو بیا هم یو متعادل او په اوسط کې د خوړو رژیم ځانته غوره کړی، د یو مناسب رژیم مانا دا نه ده چې تاسو ډېر څه وخوری؛ مناسب رژیم د یوې امیندواري مېرمنې له پاره هغه خواړه دي چې پروتئن، بېلابېل وییټامینونه، فولیک اسید، اوسپنه او همدارنګه د کالري لرونکي خوړو نه ګټه واخلي. په ورځ کې یوازې ۳۰۰ اضافه کالري تاسو اړتیا لری د یو سالم د خوړو رژیم له پاره.
ـ د غوښې، خام ماهی او نرم پنیر څخه ډډه وکړئ، کومه خواړه چې سم نه وي پاخه شوي په جدي توګه د هغو له خوراک نه د امینداورۍ په وخت کې ډډه وکړئ. د غوښې نه تاسو کولای شی په اونۍ کې دوه ځلې ګټه واخلی.
ـ د ویټامین لرونکو ټابلیټونو او معدني موادو څخه ګټه واخلئ، تاسو باید په دې ډاډه اوسی چې ستاسې ټابلېټونه ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ مایکرو ګرام فولیک اسید لري. د ویټامین بي کموالۍ کولای شي د جنین په عصبي ټیوب کې د اسپاتیا بیفیدیا لامل وګرځي.
ـ د امیندوارۍ په وخت کې رژیم مه نیسئ، د وزن زیاتیدل د امیندوارۍ په دوران کې یو نارمل او طبیعي حالت دی. کومې مېرمنې چې په دې حالت کې وزن یې زیاتېږې نو هغوی به یو نارمل او بې تکلف زېږون ولري. نو په دې وخت کې هېڅکله د وزن کمولو ته سوچ مه کوی چې دا هم ستاسو او هم د ماشوم صحت ته زیانمن اوسېدای شي.
ـ د وزن زیاتېدل مو ګام په ګام وي، که چېرې تاسو مخکې له حمل نه متوسط وزن درلودوونکي یاست نو تاسو د ۱۱ نه تر ۱۵ کیلو ګرام پورې خپل وزن زیات کړی. او که چېرې تاسو د لوړ وزن درلودوونکي یاست نو تاسو کولای د ۷ نه تر۱۱ کیلو ګرام پورې وزن واخلی. د وزن اخېستل په لومړیو درېیو میاشتو کې دي او بیا په وروستیو درېیو میاشتو کې ۴۵۰ ګرام وزن اخېستل بسنه کوي.
ـ هر څلور ګړۍ وروسته یو کم حجمه خواړه وخورئ، که چېرې تاسو د کانګو او یا هم د معدې د سوزش احساس کوی، نو تاسو کولای شی خپل د خوړو تایمونه په شپږو او یا هم د ورځني په ډېرو وختونو باندې وویشی خو قضا کوی یې مه؛ ځکه چې کېدای شي تاسو ماړه اوسی خو ستاسې ماشوم خوړو ته اړتیا لري.
ـ ځيني وخت د خوږو خوړو نه هم ګټه واخلئ، دا سمه ده چې د ډېرو خوږو خوراک د امیندوارۍ په حالت کې سم نه دي، خو کله چې ډېر زړه مو ورته کېده نو کولای شی د هغو نه ګټه واخلی. البته د یو څو ځلو له پاره کولای شی.
د امیندوارۍ په وخت کې د ډېرو خوړو خوراک منظور نه دی بل د غني خوړو خوراک منظور دی، چې غریب او پیسه دار هر کوم کولای شي یو صحي رژیم ولري.
وروستي