کرزی: امريکا ۱۹ کاله افغانستان کې ډېرې تېروتنې وکړې؛ افغانان يې ونېول او زمونږ کورنه يې بمبار کړل 

روهي (نۍ/۸ د وږي)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له العربيه رسنيو سره په خبرو کې په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو له خوا پر روانې ۱۹ کلنې جګړې نېوکې کړې دي. 

حامد کرزي ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت ۱۹ کاله وړاندې افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې؛ نوم سره جګړه پيل کړه په داسې حال کې چې د ترهګرۍ اصلي سرچينې په افغانستان کې نه وي او له افعانستان يې بهر شتون درلود. 

پخواني ولسمشر په خپلې مرکې کې ويلي دي چې متحدو ايالتو د ترهګرۍ په نوم افغانان بمبار کړل، زندانونو ته يې واچول او زمونږ کلي او کورونه يې له هوا په نښه کړل. نوموړي پورته کارونه د ده او د امريکا د اختلاف لامل ښوودلی. 

حامد کرزي ويلي دي چې که چېرې امريکا غواړي افغانستان سره ملګرې پاتې شي نو بايد افغانستان سوله ييز وسي او که داسې ونه شي نو مونږ د جګړې سرچينې ګورو او د جګړې مخالفت کوو. 

حامد کرزي د سولې خبرو ته هم هيله ښوودلې ده او ويلي دي چې طالبانو اوس بدلون کړی دی او دا بدلون سولې ته د رسېدو ښوودنه کوي.