پروان کې سېلابونه؛ د مړو شمېر ۱۱۶ او ټپیانو ۱۲۶ ته رسیدلی

روهي (نۍ/۸ د وږي)، د پروان  ولایت چارواکي وایي چې تر دا مهاله د څو شپې مخکې سېلابونو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۱۶ تنو ته پورته شوی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار نن شنبه د اګست۲۹مه(وږې۸مه) امریکا غږ ته وویل چې تر دا مهاله ۱۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټول هیواد کې د سېلابونو له امله ۱۶۶ تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دی.