په پکتیا مرکز ګردېز ښار کې دوه چاودنې شوې

روهي (نۍ/۸ د وږي)، په پکتیا مرکز ګردېز ښار کې دوه چاودنو د یو ملکي وګړي  په ګډون پنځه سرتیري ژوبل کړي.
 

چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه نن له غرمې مخکې  د ګردیز ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د نجونو ښاري لیسې ته څېرمه د ملي اردو پر رینجر شوې، چې څو شېبې وروسته سیمه کې دوهمه چاودنه هم را منځته شوې ده.
 

چارواکي وایي چې د یو ملکي وګړي  په ګډون پنځه سرتیري ژوبل کړي.
 
تراوسه ددې چاودنو پړه چا پر غاړه نده  اخیستي