حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه د قاچاق په تور نیول شوي


روهي (نۍ/۸ د وږي)، تېره ورځ جمعه ۷ وږی، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه د ۱۸ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
 
د کورونیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: 
"د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه  هغه وخت ونيول شول چې غوښتل یې  ۱۸ کیلوګرامه سره زر  قاچاق کړي".
 

نیول شویو کسانو غوښتل یاد سره زر په غیرقانوني توګه له هېواد څخه بهر ته قاچاق کړي، چې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.