روهي (نۍ/۸ د وږي)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان له يو پاکستاني تلويزيون سره په خپلې يوې وروستۍ مرکې کې ويلي دي چې لندن ته د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف په لېږولو پېښمانه دی.
عمران خان ويلي چې ده ته ويل شوي وو چې نواز شريف دومره ناروغه ده چې حتا تر لندن پوري به ونه رسيږي، خو اوس مهال نواز شريف په لندن کې بیا په سياسي لوبو بوخت شوی دی.
لومړي وزير عمران خان زياته کړې ده چې د ناروغۍ پر اساس له زندانه لندن ته د نواز شريف په لېږلو سخت پېښمانه دی او دا يې تېروتنه کړې ده.
نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې د پاکستان په اقتصادي وضعيت خبرې کړې دي او خبرداری يې ورکړی دی چې که چېرې پاکستان د FATF له خړ لېست څخه تور نوملړ ته لاړ شي نو اقتصادی وضعيت به يې له ايران هم ډېر خراب شي.
وروستي