صلاح الدين رباني: پنجشېر او کاپيسا ته مو مرستې ورسولې 

روهي (جمعه/۷ د وږي)، د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني د برهان الدين رباني خيره بنسټ او جمعيت ګوند له لوري د پنجشېر او کاپيسا ولايتونو سېلاب ځپلو سره مرستې کړې. 

جمعيت ګوند د يوې خبرې پاڼې په نشر سره هغه انځورنه خپاره کړې دي چې يو شمېر موټرونه د جمعيت ګوند بيرغ سره يادو ولايتونو ته مرستې لېږدوي. 

په دې وروستيو کې د هېواد نېږدې ۱۴ ولايتونو کې زيات بارانونه د سېلابونو لامل شول، چې درانه مالي او ځاني او تلفات يې رامنځ ته کړي دي.