روهي (جمعه/۷ د وږي)، افغانستان کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په ځينو ولايتونو کې زيات بارانونه شوي دي، چې د سېلابونو لامل شوي دي. دغه سېلابونو مالي او ځاني درانه زيانونه پېښ کړي دي.
وروستۍ شمېرې ښيي چې د هېواد په بيلا بېلو ولايتونو کې د سېلابونو له امله ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۲۵۰ نور په کې ټپيان شوي دي. همدا ډول يو شمېر کسان تر اوسه بې درکه دي.
سېلابونو د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله پروان ولايت کې ډېر زيانونه اړولي دي. د ځاني مرګ - ژوبلې ترڅنګ ډېری کورونه او استوګن ځايونه هم نړېدلي او ويجاړ شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر غلام بهاولدین جیلانير بي بي سي ته ويلي دي، "دا اوس چې له تاسې سره خبرې کوم زمونږ د ژغورنې ټیم دری شهیدان راوایستل، په کاپیسا، پروان، پنجشېر، وردګو، کابل او ننګرهار کې مونږ ډېر ځاني زیانونه لرو او په نورو ولایتونو کې درانه مالي زیانونه اوښتي، د بشري مرستو لړۍ پیل شوي او بېلابېلې ادارې او وزارتونه د مرستو رسولو لپاره سره یوځای شوي."
د شمېرو پر اساس دغه سېلابونو کې تر ۸۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي او زرګونه جرېبه کرنيزې ځمکې خرابې شوې دي.
وروستي