وايي د عاشورا مراسمو امنيت نېسو؛ کابل کې شخصي خلک وسله وال شوي دي 

 روهي (جمعه/۷ د وږي)، د محرم مياشتې لسمه نېټه چې د عاشورا ورځ کيږي کابل کې د اهل شعيه افغانانو له خوا لمانځل کيږي. د عاشورا ورځ چې سبا نه بل سبا ده د افغان حکومت له خوا عمومي رخصتي هم اعلان شوې ده. 

يو شمېر کابل ښاريان په دې پار چې د عاشورا ورځې د مراسمو امنيت ونېسي وسله وال شوي دي. دغه وسله وال کسان ډېری يې هزاره ګان دي چې د کابل ولايت په هزاره مېشتو سيمو کې تر سترګو کيږي. 

په شخصي لباس کې وسله وال کسان وايي چې د دوی د خپل ځان او د عاشورا ورځې د نمانځونکو د امنيت په پار د افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ امنيتي مسووليتونه په غاړه اخلي. 

کورنيو چارو وزارت هم دا مني چې د عاشورا ورځې د امنيت په پار يې کابل او يو شمېر ولايتونو کې شخصي کسانو ته وسلې ورکړې دي.