
روهي (جمعه/۷ د وږي)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير وايي چې د افغانستان د سولې بهير او د سولې خبرې د پاکستان د بهرني سياست مهمه برخه ده.
بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په خپلو وروستيو کې څرګندونو کې ويلي دي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون او همدا ډول د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بهير او اوربند، د پاکستان په هڅو شوي او د پاکستان د هڅو پرته شوني نه وو.
قريشي ويلي چې پخوا به امريکا پر پاکستان نېوکې کولې خو اوس مهال امريکا پاکستان د افغانستان د سولې بهير کې يو ښه همکار يادوي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي دي چې مونږ پخوا ويل چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري خو نړۍ مخالفه وه، خو اوس مهال نړۍ دې هوکړې ته رسېدلې ده چې د افغانستان د ستونزې حل په خبرو او سياسي لارو کې دی.
قريشي په داسې وخت کې دا خبرې کوي چې طالبان پر دوی د پاکستان اغېز ردوي او بيا افغان حکومت پاکستان په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو يو اړخ يادوي.