روهي (جمعه/۷ د وږي)، د هرات ولايت امنيتي مسوولينو رسنيو ته ويلي دي چې د هرات ښار په پُل رنګينه نومي سيمه کې درې وسله وال غله پوليس سره په نښته کې وژل شوي دي.
د هرات ولايت د پوليس وياند عبدالاحد ولي زاده رسنيو ته ويلي دي چې وسله والو غلو د زرګرۍ يوه هټۍ لټولې او د تښې پر مهال يې پوليس سره نښته کړې چې يو امنيتي سرتيری او درې وسله وال په نښته کې وژل شوي دي.
د ولي زاده په وينا چې له وسله والو غلو په ډېرې اندازې سره زر، يو مېل وسله، يو عراده موټرسايکل او يو شمېر نورو وسايل هم تر لاسه شوي دي.
د هرات د پوليس وياند ويلي چې د وسله والو غلو جسدونه د هرات ښار په پُل رنګينه نومي سيمه د سړک پر سر پراته دي.
وروستي