حنيف اتمر: تر راتلونکې اوونۍ به پاتې طالب زندانيان هم خوشي شي 

روهي (جمعه/۷ د وږي)، د بهرنيو چارو نوماند او چارسمبال وزير محمد حنيف اتمر وايي چې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو د پيل پر وړاندې ډېری خنډونه لېرې شوي دي. 

محمد حنيف اتمر تېره ورځ کابل کې د امریکا د سولې په انستیتوت کې په یوې انلاین غونډه کې ويلي، چې تر يوې اوونۍ به د طالبانو پاتې بنديان هم خوشي شي او په دې سره د بين الافغاني خبرو پر وړاندې شته خنډونه لېرې شي. 

نوموړي زياته کړې، "د دولت اصول دادي چې افغانستان یو خپلواک او متحد هیواد وي ، ځمکنۍ بشپړتیا ولري او حکومت یې د دیموکراسي تمثیل وکړي او د بشري حقونو، د میرمنو د حقونو او د اقلیتونو د حقونو تضمین موجود وي."

محمد حنيف اتمر د خپلو خبرو په يوې برخې کې دا خبرداری هم ورکړی دی، چې يو شمېر کړۍ دا هڅه کوي چې د افغانستان د سولې خبرو مخه ونېسي او پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي.