روهي (جمعه/۷ د وږي)، د هېواد سويلي کندهار ولايت کې چارواکي وايي چې نن سهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده، چې ۱۲ ولسي وګړي په کې وژل شوي دي.
د بهير احمد احمدي په نوم د کندهار د ولايتي شورا يو غړي رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د ولسي وګړو يو ډاټنس موټر ځاي پر ځای شوي ماين برابر شو.
د نوموړي په وينا چې چاودنه زوروره وه، د مړو جسدونه يې خراب کړي دي او پېژنه يې سخته شوې ده. احمدي ويلي چې ښايي قربنيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وي.
ځيني ځايي خلکو ويلي چې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي دي خو د سپين بولدک ولسوال سيد علي رسنيو ته ويلي دي چې ټول وژل شوي د يوې کورنۍ غړي نه دي.
تر اوسه د طالبانو په شمول کومې وسله والې ډلې د چاودنې مسووليت نه دی منلی.
وروستي