نجونې د مجردۍ دا لس کارونه خوښوي
مخکي له واده او وروسته له واده د نجونو ژوند کې ډېر بدلونونه را منځته کېږي او دوی د خپل ژوند ډېری خواص او عاداتو ته بدلون ورکوي، خو سم او سالم هغه انتخاب دی هم نجونو او هم نارینه وو ته چې د خپلو موخو نه پاتې نشي او خپل ژوند کې د بدلون احساس ونه کړي. دلته د نجونو مخکې له واده نه د سرو زرو عادات تاسو ته ذکر کوم چې هېڅ څوک یې نه غواړي له لاسه ورکړي.
ـ د پوره وخت درلودل، مجردي وخت کې تاسو مکمل د وخت آزادي لری چې د ځان له پاره ترینه ګټه واخلی، خو له واده وروسته خاوند جمع د اولادو سره د وخت نه د ګټې اخېستنې فرصت له لاسه ورکوی.
ـ د پیسو خرچه یوازې ځان له پاره، مجردي وخت کې ټولې پیسې یوازې ځان له پاره خرچوي، خو د واده نه وروسته مجبوره ده د خپلې د کورنۍ په هکله هم سوچ وکړي.
ـ د خپل ځاني شخصییت پېژندنه او د خپلو اصولو مشخص اوسېدل، نجونې ډېری د مجردي وخت کې د خپل د کورني په نوم پېژندل کېږي. ډېرې لږ سلنه به موجوده وي چې دوی وغواړې د کورنۍ تر څنګ ځانته یو بېل شخصیت جوړ کوي تر څو په یوازېتوب سره هم وکولای شي ژوند په آسانۍ او د حلالو لارو نه ژوند خپل ژوند سمبال کړي. وروسته له واده ستاسو نه په خواشینۍ سره دا چانس اخېستل کېږي، تر څو تاسو خپله ځانته یو شخصیت جوړ کړی.
ـ د ښو ملګرو لاسته راوړنه، ډېرو واده شویو مېرمنو په دې باندې اعتراف کړی، چې د هغوی د مجردي د وخت ملګري ډېري صمیمي وي نسبت د هغوی د متهلي د وخت. ځکه چې مجردي وخت کې تاسو پوره وخت یو بل ته ورکولای شی، خو وروسته له واده امکان یې نشته.
ـ د خاوند د کورنۍ سره د توافق کموالۍ، که تاسو په لږ عمر کې واده وکړی نو تاسو به د یوې کورنۍ د رفتار اتو برخورد پېژندنه کې ستونزو سره مخامخ شی، خو که چېرې تاسو د خپلې کورنۍ سره ډېر وخت تېر کړی نو تاسو به د دې تجربه په آسانۍ سره ولری چې د خاوند له کورنۍ سره توافق وکړی.
ـ د خپلې راتلونکي په هکله آزادي، تاسو کولای شی په آسانی سره یوازې د خپلې کورنۍ سره د تحصیل او خپلې راتلوونکي له پاره هر ډول پرېکړه وکړو او کولای شو بهرني سفرونه هم ولرو. ځکه چې مونږ فول تایم د زیار له پاره لرو تر څو خپل راتلوونکي له پاره کار وکړو.
ـ سفر کول او د تفریح وخت، تفریح کول او وروسته له ډېر مصروفیت څخه د تازه هوا اخېستل ټول روح او روان ته لکه عمومي آپډېت دی، تفریح په پیسو اړه نه لري تاسو د مثبت ذهن او لېد په درلودلو سره کولای شی هر ځای کې تفریح وکړی. د یو شنه ځای لېدل د هر ډول خوړو څخه ذهن ته آرامتیا ورکوي.
ـ خپلواک سوچ، د مجردي ټولو نه غوره وخت همدا دی چې وکولای شي د هر چار په هکله په آرامی پرېکړه وکړې تر څو سمې پایلې ته ورسېږې.
ـ د خپلو معیاراتو اړوند د ژوند شریک په هکله پرېکړه کول، دا اړین نه دي چې انسان په عجله کې واده وکړي اوین دا دي، دا چاسره چې دې خواص برابر وي هغه انتخاب کړي.
ـ خپل ژوند د خپلې خوښې سره سم برابرول، څرنګه چې غواړی په هماغه ډول خپل ژوند جوړ کړی. مجردي کې هرڅه ستاسو دي هر ډول چې غواړې سمبالولای شي.
وروستي