لور/زوی د ویرات کوهلي او انوشکا شرما پيدا کيږي؛ خو مينه وال يې له دوی ډېر ورته خوښ دي 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د هندوستان د کرېکټ د ملي لوبډلې مشر ويرات کوهلي او ميرمنې انوشکا شرما يې د خپل لومړي ماشوم ويلي دي. ويرات کوهلي په توېټر لېکلي دي چې په راتلونکې جنوري مياشت کې به دی پلار او ميرمن انوشکا شرما به مور شي. 

د بالېوډ سېنما اداکارې انوشکا شرما او ويرات کوهلي دغه خبر ته د دوی مينوال خوښ شوی او د مبارکۍ پيغامونه يې شريک کړي. د انوشکا شرما پر پوسټ چې پر انسټګرام يې شريک کړی نېږې په دوه ساعتونو کې له دوه مېلېونه ډېرو کسانو مبارکي ويلي. 

همدا ډول په مېلېونه کسانو په ټوټېر د (ویروشکا) هشټګ توپان پيل کړی؛ دوی ته يې مبارکي ويلي او د خپلې خوښۍ احساس يې ور سره شريک کړي دي. 

انوشکا شرما او ويرات کوهلي نېږدې دوه کاله وړاندې ايټاليا کې سره واده وکړ. ويرات کوهلي او انوشکا شرما له هندوستان وراېخوا، د افغانستان په شمول د نړۍ په ډېرو هېوادو کې مينه وال لري.