روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د هېواد يو شمېر سياسي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته ليک لېکلی دی او په کې لېکلي دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي امنيت رياست له خوا ځيني کړۍ ورته ګواښونه کوي.
رحمتالله نبیل، عمر زاخیل وال، حکمت خليل کرزی، سید اکبرآغا، کریم خرُم، آصف آشنا، دانش کړوخیل او فیض محمد ځلاند هغه کسان دي چې د دغه ليک په پای کې يې لاسليکونه کړي دي.
دغه سياسي څېرو لېکلي دي چې په هېواد کې د وروستيو هدفي وژنو وروسته ورته د مرګ ګواښ او فکر زيات شوی دی. د يادو کسانو له ډلې ډېری يې د ولسمشر غني سياسي مخالفين هم دي.
يادو کسانو په دې ليک کې دا خبرداری هم ورکړی دی چې که چېرې د حکومت له خوا يې دغه مساله جدي ونه نېول شي نو په راتلونکي کې د هر ډول پېښې مسووليت به د ولسمشر په غاړه وي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه ليک ته غبرګون ښوودلی او بې بنسټه يې بللی دی. د ولسمشر وياند صديق صديقي رسنيو ته ويلي دي چې دا ډول ليکونه پر ولسمشرۍ ماڼۍ يوه سياسي حمله ده او ياد کسان بايد هر ډول امنيتي ګواښ له امنيتي ادارو سره شريک کړي.
وروستي