جنرال  تاج محمد جاهد د فراه والي وټاکل شو 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د  سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ۱۳۲۴ شمېرې حکم په اساس، ستر جنرال تاج محمد جاهد د فراه والي وټاکل شو.

تاج محمد جاهد له دې وړاندې د ملي يووالي حکومت په لومړيو کې کورنيو چارو وزير وو. دی له دې وړاندې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان او د بغلان والي هم پاتې شوی وو. 

تاج محمد جاهد په تېرو ولسمشريزو تاکنو کې د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې غړی وو.