پروان کې د سېلاب ځپلو شمېر؛ ۱۰۰مړه او ۱۵۰ نور ټپيان دي 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، پروان ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله تر اوسه سل کسان وژل شوي او يو سل پنځوس نور په کې ټپيان شوي دي. همدا ډول يو شمېر کسان بې درکه دي. 

د پروان ولايتي مسوولين وايي چې په لسګونه کسان د نړېدلو ودانيو لاندې بند پاتې دي، چې د ژغورنې او رااېستنې عمليات يې پيل شوي دي. د مسوولين په وينا چې شونتيا شته چې د تلفاتو شمېر به پورته شي. 

په زرګونه کسان پروان ولايت کې بې ځايه شوي هم دي، چې ځيني يې د خپلوانو په کورنو او يو شمېر د ښوونځيو په شمول ځينو دولتي ودانيو کې مېشت شوي دي. 

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي دفاع وزارت چارسمبال وزير اسدالله خالد پروان ولايت ته تللی، چې له ولايتي مسوولينو او د قربانيانو کورنيو سره وګوري.