رباني: پروان، کاپیسا او پنجشیر د جهاد او مقاومت سنګرونه وو؛ سېلاب ځپلو سره يې بايد مرستې وشي 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني وايي چې د هېواد درې شمال - مرکزي ولايتونه؛ پروان، کاپیسا او پنجشیر ولايتونه د جهاد او مقاومات پر مهال د مبارزې سنګرونه وو، چې بايد اوس مهال د سېلابونو پر مهال ور سره مرستې وشي. 

نوموړي پر حکومت او خلکو غږ کړی دی چې اوس مهال چې د يادو درېيو ولايتونو خلک سېلابونو سخت ځپلي دي نو بايد چې ځانګړې پاملرنه ورته وشي او مرستې ورته ورسيږي. 

د پروان، کاپیسا او پنجشیر د هېواد په یو شمېر نورو ولايتونو کې د سخت بارانونو له امله سېلابونه راغلي دي چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ يې درانه مالي تلفات هم اړولي دي.