د سېلاب ځپلو له حاله ځان خبروي؛ د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پروان ته تللی 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د هېواد د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ د يو شمېر حکومتي کسانو په شمول پروان ولايت ته تللی. نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې له دغه سفر يې موخه سېلاب ځپلو کورنيو سره لېدنه او خواخوږي کول دي. 

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله لېکلي دي چې دغه سفر کې يې د پروان ولايتي مسوولينو سره کتلي دي او سېلاب ځپل سره يې د مرستو لارښوونې ورته کړې. 

پروان ولايت کې په دې څو وروستيو ورځو کې زيات بارانونه وشول چې د سېلابونو راوتلو لامل شول. يادو سېلابونو په لسګونه کسان وژلي، ټپيان کړي او بې درکه کړي دي او همدا ډول يې ژور مالي زيانونه اړولي دي.