ولسمشر غني د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ ناسته کې: د افغانستان دښمن ماته خوړلې ده 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د افغان  ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه تېر مازدیګر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه.

ناسته کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د عمومي امنیتي وضعیت او د ولایتونو په ځانګړي ډول د لویو لارو د امنیت د تامین په موخه د خپلو برنامو او تدابیرو په اړه خپل راپورونه جمهوررئیس ته وړاندې کړل.

ولسمشر غني يې په ځواب کې ويلي، له نېکه مرغه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د دښمن د ګواښونو د دفع کولو او مقابلې لپاره ښې تجربې لري. د هیواد جمهوررئیس د لویو لارو د امنیت د تامین په اړه امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې ژر دې د لویو لارو د امنیت لپاره خپلې منظمې برنامې عملي کړي، ترڅو په دغه برخه کې پام وړ پایلې ولرو.

نوموړي وړاندې زياته کړې، د افغانستان دښمن ماته خوړلې اوپه دې کې شک نشته، ځکه د افغانستان دښمنان دا وړتیا نه لري چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې ودرېږي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې يو ځل بيا زور اخېستی او خلک د لويو لارو د ناامن کېدو څخه شکايت کوي. 

د حکومت او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي په ترڅ کې وروستی يې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو پر يو واحد د طالبانو موټربم بريد وو، چې تلفات يې رامنځ ته کړل.