
روهي (پنځه نۍ/۶ د وږي)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره ټېلفوني خبرې کړې دي. دغه ټيلفوني اړيکه کې د افغانستان د سولې پر بهير خبرې شوې دي.
عبدالله عبدالله لېکلي دي چې لومړي وزير عمران خان پاکستان ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده. عبدالله عبدالله هم د عمران خان بلنه منلې او ويلي دي چې د بين الافغاني خبرو له پيل وروسته به پاکستان ته سفر وکړي.
لومړي وزير عمران خان د افغانستان د سولې بهير څخه د ملاتړ تر څنګ ويلي دي چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې بايد ژر تر ژره پيل شي.
د عبدالله عبدالله او عمران خان ترمنځ دغه ټيلفوني خبرې په داسې وخت کې کيږي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بلنه يو شمېر طالب مشران اسلام اباد ته دعوت شوي وو.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له طالب پلاوي سره چې مشري يې ملا عبدالغني برادر کوله، ولېدل او په اړوند مسايلو يې سره خبرې کړې.