سرطان ولې وژونکی دی؟

سرطان ولې وژونکی دی؟
د سرطان ناروغۍ د نوم سره څه نا څه ټول آشنا یاست چې یوه لا علاجه او وژونکې ناروغۍ ده، خو نن ورځ د ډېري هېوادنو صحي ریسرچ ځایونو کې د دې خطرناکې ناروغۍ له پاره کوښښونه کېږي. دا چې ولې په کره ډول سره د دې خطرناکې ناروغۍ علاج نشته او وژونکې ده په لاندې ډول سره یې دلایل ذکر کوو.

ـ په ځینو سرطاني ناروغیو د ککړېدو نا مالوم سبب، ځیني سرطاني ناروغۍ لکه، د سږو فیبروزي ناروغۍ چې تر اوسه یې علت نامالوم دی، نو درملنه خو یې طبعي ده چې نشته.

ـ  په تشخیص کې ځنډ، د سرطاني ناروغیو تشخیص لکه نورو ناروغیو په تېزی سره نه کېږي، ځکه چې اعراض او علایم یې په انسانانو کې په چټکۍ سره نه مالومېږي. نو کله چې ډېر پرمختګ وکړي بیا خپل نښې ښکاروي او هغه وخت د درملنې له پاره ډېره ناوخته شوي وي، نو ځکه د ډېرو وژنو لامل ګرځي.
ـ د سرطان د ناروغۍ حجرې ‌ډېر په چټکۍ سره وده کوي او نورې حجرې تخریبوي، نو ځکه تر څو چې د هغې سبب او درملنه پیدا کېږي ډېر حجرات او انساج تحریبوي.

سرطان بېلا بېل ډولونه لري نو ځینۍ یې په سختی سره د درملنې وړ هم دي، خو ډېری یې د خلکو د وژلو لامل ګرځي.