حکومت ور سره د بېړنيو او لومړنيو مرستو ژمنې کړې؛ يو شمېر ولایتونو کې سېلابونو خلک ځاني او مالي وځپل 

روهي (څلورنۍ/۵ د وږي)، له تېرو څو ورځې زياتو اورښتونو له امله د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونه راغلي دي چې مالي او ځاني تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

د هېواد په پروان، کاپیسا، پنجشیر، میدان وردک، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه پېښ کړي دي. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د په پروان ولايت او د هیواد نورو سیمو کې د سېلابونو له امله د هیوادوالو پر ځاني او مالي تلفاتو سخت خواشينی شو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت، عامې روغتیا، فواید عامې اوکلیو پراختیا وزارتونو او نورو اړوندو ادارو ته يې د ټپیانو د درملنې په ګډون له زيانمنو سره د بیړنیو او لومړنیو مرستو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

پروان کې د سېلابونو له امله تر اوسه ۴۵ کسان مړه شوي او په لسګونه نور ورک او ټپيان دي. د ځاني تلفاتو ترڅنګ، دغه سېلابونو د خلکو استوګن ځايونه او کرنيزې ځمکې هم ويجاړې کړې دي.