سيلابونو پروان کې د ۲۵ کسانو ژوند اخېستی 

روهي (څلورنۍ/۵ د وږي)، د زياتو اورښتونو له امله پروان کې سيلابونه راغلې دي چې ۲۵ کسان يې وژلي او په لسګونه نور په کې ټپيان شوي او بې درکه شوي دي. 

دغه سيلابونه د پروان مرکز چاريکار وراېخوا، د ياد ولايت په يو شمېر ولسوالۍ کې هم رامنځ ته شوي دي، چې د مړو ترڅنګ يې تر اوسه ۶۰ ټپيان کړي دي او درانه مالي زيانونه يې هم رامنځ ته کړې دي. 

حکومتي چارواکي وايي چې بېړني مرستې يې ځينو برخو ته رسولې دي. د سيلابونو قربانيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.