الجزيره: د افغانستان د ولسي جرګې مشر په ۲،۵ مېلېونه امريکايي ډالر د قبرس هېواد طلایي پاسپورټ اخېستی

روهي (څلورنۍ/۵ د وږي)، الجزيره انګلېش نيوز په خپل يوه تازه راپور کې د قبرس هېواد د سرو زرو يا طلايي پاسپورت/تابيعت بيه او د ځينو هغه کسانو نومونه ذکر کړي دي چې ياد پاسپورټونه يې تر لاسه کړي دي. 

د قبرس هېواد طلايي پاسپورټ دوه نيم مېلېونه امريکايي ډالر بيه لري چې د نړۍ شتمن سياست کوونکي او نورې مشهورې څېرې يې تر لاسه کوي. دغه پاسپورټ د عربي هېوادونو شتمن دولتي کسان هم اخلي. 

د نړۍ د نورو شتمنو کسانو تر څنګ د جګړې ځپلي افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني هم په دوه نيم مېلېونه امريکايي ډالر د قبرس طلايي پاسپورټ اخېستی دی. د الجزيرې په راپور کې ويل شوي دي، چې مير رحمان رحماني نه يوازې د خپل ځان لپاره، بلکې د خپلو درېيو لورګانو او ميرمنې لپاره هم د قبرس هېواد طلايي پاسپورټونه اخېستې دي. 

د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني د هغه ۴۰ شتمنو کسانو په نوملړ کې دی، چې په دوه نيم مېلېونه امريکايي ډالر يې دغه پاسپورټه په ۲۰۱۷ کال کې اخېستی وو. 

الجزيرې په خپل راپور کې مير رحمان رحماني د يو بريالي سوداګر په نوم ياد کړی دی چې افغانستان کې يې د بهرنيو ځواکونو د تيلو او نورو موادو قراردادونه درلودل. مير رحماني رحماني دوه کاله وړاندې د جنجالي داخلي ټاکنو وروسته د ولسي جرګې مشر وټاکل شو. 

افغانستان کې هغه کسان چې د نړۍ د نورو هېوادونو تابيعتونه لري، د ولسي جرګې له خوا پر نيوکه کيږي او هغه کسان چې د بل هېواد تابيعت ولري او ولسي جرګې ته معرفي شي رد کيږي، خو تر اوسه د مير رحمان رحماني د دويم تابيعت په اړه څه نه دي ويل شوي. 

قبرس په مديترانې سمندرګۍ کې پروت ټاپو دی چې د نړۍ د امن او ښايسته هېوادونو يه ډله کې راځي.