اتمر: طالبانو سره داسې سوله کوو چې جمهوريت په کې خوندي وي 

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، د بهرنېو چارو وزارت نوماند وزير محمد حنيف اتمر وايي چې حکومت طالبانو سره داسې سوله کوي چې تلپاتې وي او د افغانستان اسلامي جمهوريت په کې خوندي وي. 

نوموړي له بي بي سي سرسه په خبرو کې ویلي دي،  له طالباو سره د سولې خبرې په ټوله کې دوه هدفونه لري؛ لومړی دا چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تلپاتې سوله وشي داسې سوله چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر اصل ولاړه وي.

نوموړي د حکومت بله موخه، دا یقین تر لاسه کول دي چې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو سیمه ییزو او نړیواله ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو که دا اړیکې پرې نه شي نو د سولې کوم تړون به هم رامنځته نه شي؛ ښوودلې ده. 

د طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرې ټاکل شوې وه چې څه وخت وړاندې پيل شوې وای خو د بنديانو نه خلاصېدل، د تاوتريخوالی ډېروالی او ورته يو شمېر نورو مسايلو دغه خبرې ځنډولې دي.