ښايي د ويروس دويمه څپه وي؛ پکتيا کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ډېرې شوې دي

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، د پاکستان ځايي اوسېدونکي او ولايتي مسوولين وايي چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی دی. 

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي،  "روانه اوونۍ کې ۵۷ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له جملې یې ۱۲ مثبت شوي دي. د ده په وینا د دغو کسانو په منځ کې درې تنه محصلان هم شامل دي."

که څه هم افغان حکومت ګرځ بنديز مات کړی، پوهتونونه، ښوونځي او نور ګڼيز ځايونه بېرته پراېنستل شوي دي،  خو ويره دا ده چې د روغتيايي لارښوونو په نه پلي کولو سره به هېواد کې د کرونا ويروس دويمه څپه خوره شي.