په فساد تورن شوي؛ د محمد علي جناح او افغان - جاپان روغتونونو پخواني رئيسان لويې څارنوالۍ ته معرفي شول 

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، د هېواد لويې څارنوالۍ ويلي دي چې کابل کې د محمد علي جناح او افغان - جاپان روغتونونو پخواني رئيسان د کرونا ويروس د بحران پر مهال د حکومت په ځانګړې شوې پيسو کې په فساد تورن پېژندل شوي او لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. 

همدا ډول يو شمېر سرچينو ويلي چې د وردګ ميدان او بدخشان اوسني او د هرات او نورستان پخواني واليیان د یاد بحران پر مهال په فساد کې ککړ پېژندل شوي دي او دوسې يې لويې څارنوالۍ  ته تللې دي. 

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي رسنيو ته ويلي دي چې د دوی دوسې به په روڼ ډول وپلټل شي. له دې وړاندې د عامې روغتيا پخوانی وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز کې په فساد ککړ بلل شوی او څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.