د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومندان جنرال عليزی: بریدګر مو موخې ته له رسېدو وړاندې په نښه کړ 

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، نن ورځ د بلخ ولايت بلخ ولسوالۍ کې د ملي پوځ کمانډو ځواکونو پر يو واحد موټربم بريد شوی، چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مشر جنرال هیبت الله عليزي رسنيو ته ويلي دي، چې بريد ګر يې موخې ته له رسېدو وړاندې په نښه کړی او وژلی. 

جنرال عليزي ويلي چې پېښه کې د يو کمانډو په شمول يو شمېر ولسي وګړي وژل شوي او همدا ډول تر ۳۵ نور په کې ټپي شوي دي. 

جنرال عليزي ويلي دي چې بريدګر پلان درلود ترحو د کمانډو ځواکونو واحد ته دننه شي خو افغان ځواکونو په نښه او چاودنه رامنځ ته شوه.