افغان حکومت مشهد کې مېشتو افغانانو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ورکړې بهير پيل کړ 

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سید حسین عالمي بلخي ايران د يو نارسمي سفر په لړ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ورکړې بهر پرانېسته وکړه. 

د ايران په مشهد کې افغان قونسل عبدالجابر انصار ويلي دي چې د دغه بهير په پيل سره دلته د افغان کډوالو ستونزې تر ډېره حل شي. 

د افغان حکومت د چارو په وينا چې د ايران او پاکستان په شمول به يو شمېر نورو هېوادونو کې افغان کډوالو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهير شروع کړي.