سرچينه: د وردګ ميدان او  بدخشان اوسني؛  د نورستان او هرات پخواني واليان د فساد په تور لويې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، اريانا نيوز ته يوې حکومتي سرچينې ویلي دي چې د وردګ ميدان او  بدخشان اوسني؛  د نورستان او هرات پخواني واليان د فساد په تور لويې څارنوالۍ ته ورر معرفي شوي دي. 

د سرچينې د مالوماتو پر اساس د وردګ ميدان والي عبدالیمین مظفر الدین، د بدخشان والي ذکریا سودا، د هرات پخوانی والي عبدالقيوم رحيمي او د نورستان پخوانی والي حافظ عبدالقیوم د کرونا ويروس بودجه کې د فساد په کړو تورن شوي دي. 

د افغان مرکزي حکومت پر ځينو ادارو او ولايتي ادارو نيوکې دا وې چې د کرونا ويروس پر مهال يې اداري فساد کړ او پيسې پر اړوند ځايونو نه دي مصرف کړي.