بلخ کې د نن ورځې موټربم بريد په اړه وروستي مالومات 

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، نن له غرمې مخکې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ملي پوځ کمانډو ځواکونو له پوځي واحد سره نېږدې موټربم بريد شوی چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

د بلخ د پولیسو وياند عادل شاه عادل رسنيو ته د موټربم بريد پخلی کړی خو د مرګ - ژوبلې په اړه يې مالومات نه دي ورکړي. خو له بلې خوا راپورونه وايي چې بريد کې يو ولسي وګړی وژل شوی او درې کمانډو ځواکونه ټپيان شوي دي. 

په ورته وخت کې د بلخ روغتون کې مسوولين ويلي دي چې له يادې پېښې تر اوسه شپږ ټپيان وروړل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي. 

د بريد مسووليت طالبانو منلی دی. ملي دفاع وزارت بريد کې د يو کمانډو سرتيري او دوه ولسي وګړو د وژل کېدو او ۱۴ ولسي وګړو  د ټپي کېدو وايي.