روهي (درې نۍ/۴ د زمري)، فلپین کې تېره ورځ دوه ځانمرګي بريدونه شوي دي، چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. په دغه پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي او له ۴۰ زيات نور ټپيان شوي دي.
د فلپين د چارواکو د مالوماتو اړوند دواړه چاودنې د سولو په ښار کې شوي چې اکثریت اوسیدونکي ې مسلمانان دي. د مسوولينو په وينا يو ځانمرګی بريد د ميرمنې په وسيله شوی دی.
د پوځ یو ویاند ډګرمن کورلیتو وینولان ویلي چې په لومړۍ چاودنه کې چاودیدونکي مواد په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي او د یو مارکیټ مخې ته وچول شول، خو کله چې پولیسو او پوځ سیمه کلابنده کړه، یوې میرمنې په ځآن پورې تړلي بمونه وچول.
وروستي