پنجشېر کې د پوځي عمليات په اړه د عطا غبرګون: پنجشېر د کمونېزم او ترورېزم پر وړاندې سنګر وو 

روهي (درې نۍ/۴ د وږي)، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پنجشير ولايت کې د حکومت له خوا د فوټبال فدراسېيون د پخواني مشر اکرام الدين اکرام د نېونې عملياتو په اړه غبرګون ښوودلی دی. 

عطا لېکلي دي چې پنجشېر ولايت خلکو هم د پخواني شوري ځواکونو پر وړاندې جهاد کې برخه درلوده او هم يې بيا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د مقاومت جبهه رامنځ ته کړه. 

عطا محمد نور د د فوټبال فدراسېیون د پخواني مشر اکرام الدين اکرام د نېونې په اړه لېکلي دي، چې قانون هغه ټول موارد چې تورن کس په کې نېول کيږي څرګند بايد کړي دي. د پنجشېر ولايت د تېرې ورځې د پېښې وروسته مې ځايي خلکو سره اړيکه ونېوله. 

عطا نيوکه کړې ده چې هغه کسانو چې په دې ډول يې ولسمشر غني ته د اکرام الدين اکرام د نېونې مشورې ورکړې ده نه له ټولنې خبر دي او نه هم له ټولنيزو حقيقتونو. 

نوموړي له ولسمشر غني غوښتي دي چې دې برخه کې له قانوني لارو کار واخلي او د ځينو هغه سلاکارانو له سلا ورکونې ډډه وکړي، چې ټولنيز حساسيتونه نه شي درک کولی.