فیروز الدین فیروز له څلورو مرستیالانو سره لویې څارنوالۍ ته معرفي شول

روهي (دوه نۍ/۳ د وږي)، د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز او څلور مرستیالان یې لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي
مرستیالانو کې ماموسۍ زیور، ډاکترشفیق شهیم، ډیوه صمد او ډاکتر وحید مجروح شامل دي.
 
دا کسان له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره جلا شویو پیسو کې د فساد او د واک د ناوړې استفادې په تور د پلټنو لپاره لویې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.‌