ټېک ټاک د ولسمشر ټرمپ پرېکړې ته سر نه ټېټوي 

روهي (دوه نۍ/۳ د وږي)، د ټېکنالوژۍ په برخه کې چينايي ټېک ټاک شرکت خبرداری ورکړی دی چې د متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د د پرېکړې پر وړاندې به د عدالت غوښتنه وکړي. 

ولسمشر ټرمپ د همدې اګست مياشتې پر شپږمه نېټه فرمان ورکړ او امريکايانو ته يې ۴۵ ورځې وخت ورکړی وو، چې د چينايي ټېک ټاک شرکت سره راکړه - ورکړه بند کړي. 

ټېک ټاک په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې دوی په حقوقي ډول محکمه کې د ولسمشر ټرمپ د حکم خلاف دعوه وړاندې يوسي او د عدالت غوښتنه به وکړي. 

ټېک ټاک د ټېکنالوژۍ شرکت د ټولنيزو وېډيوګانو برخه کې جوړ شوی دی چې اوس مهال د امريکا او چين ترمنځ پرې کړکېچ رامنځ شوی دی.