له زندان له لندن ته لاړ او له لندن به زندان ته لاړ شي؛ نواز شريف ته د واک دوره سرددری جوړ شوی 

روهي (دوه نۍ/۳ د وږي)، د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف د ناروغۍ د شدت له امله له زندان رخصت شوی او د درملنې لپاره لندن ته لېږل شوی دی. پاکستان چارواکي وايي چې له لندن خه د بېرته راتګ پر مهال به دی بيا زندان ته واچول شي. 

پاکستان چارواکي وايي چې پخوانی لومړی وزير نواز شريف په چپاول تورن دی او تر هغې په زندان کې وي او سزا به ورته رسيږي، ترڅو چې يې د پاکستان قوانينو اړوند برائت نه وي تر لاسه کړی. 

نواز شريف، د هغې لور مريم نواز او د نوموړي زوم، کپتان سفدر د واک پر مهال د فساد او ناغېړۍ له امله محکوم شوي او زندان ته اچولي شوي دي.