غني د تاجکستان له ولسمشر امام‌ علي رحمان  سره  ټلیفوني خبرې کړې 

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ فیسبوکپاڼه وايي، د دغه هېواد ولسمشر محمداشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام‌ علي رحمان سره ټلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزه اړیکو په ځانګړي ډول سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه ییزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د امو سیند غاړو په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدو وغږېدل.
 
د ارګ د فیسبوکپاڼې له مخې امام علي رحمان د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ وکړ.
 
جمهوررئیس امام علي رحمان جمهوررئیس غني ته د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه تاجکستان ته د سفر بلنه ورکړه چې په راتلونکې کې به  د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ  په نږدې ورځو کې بین الوزارتي پلاوی تاجکستان ته سفر وکړي