سرور دانش: د عاشورا مراسم له امنیتي ګواښ سره مخ دي

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش خبرداری ورکړی چې د عاشورا پر مراسمو او هغه ځایونه  چې دغه مراسم پکې نمانځل کېږي، تر بل هر وخت له زیاتو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

 هغه د جوماتونو له مسؤلانو او خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې د عاشورا مراسمو لپاره یې امنیتي چمتوالی نیولی دی.