کابل کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

روهي (دوه نۍ/۳ د وږي)، د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي  دي، "یاد کسان د کابل ښار د دویمې، څلورمې، پنځمې، دیارلسمې او اولسمې ناحیو او همدارنګه د بګرامي، چهاراسیاب او پغمان ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، قتل، د اسناد د جعل او تذویز، ژوبلې، د موبایل غلا، د کورونو غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د عامه امن او نظم د اخلال او شکونې په تړاو نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې غلا شوې لېږدوونکې واسطې، درې میله تفنګچې، یو میل کلاشینکوف او یوه پایه مخابره هم ترلاسه شوي دي."