ترکيه کې سيلابونو د پنځو کسانو ژوند اخېستی

روهي (دوه نۍ/۳ د وږي)، د ترکيې په ( ګره سون) ولايت کې سختو سيلابونو د پنځو کسانو ژوند اخېستی دی. دغه ولايت تورې بحيرې سره په څنډو کې پروت دی. 

د ترکيې حکومت ويلي  دي چې د سيلابونو له امله پنځه کسان وژل شوي، يوولس ټپيان او يو شمېر نور تر اوسه ورک دي. دغه سيلابونو درانه مالي زيانونه هم رامنځ ته کړي دي. 

د ترکیې د بشري مرستو ادارې ویلي چې سیلاب ځپلو سیمو ته یې د لټون او ژغورنې کار کوونکي لیږلي. دغې ادارې ویلي چې د ګره سون ولایت یوې ولسوالۍ ته ټولې غځیدلې لارې بندې شوي او دوي تر اوسه ورته عمله نده لیږلې.