ملا غني برادر د يو پلاوي په شمول پاکستان ته دعوت شوی 

روهي (دوه نۍ/۳ د وږي)، قطر کې د طالبانو سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د يو پلاوي یپه ګډون د پاکستان له خوا هغه هېواد ته دعوت شوی دی. قطر کې د طالبانو د سياسي دقتر وياند سهيل شاهين د ياد خبر پخلی کړی. 

سهيل شاهين پر خپل ټوېټر لېکلي دي، "د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر مشر محترم ملا عبدالغنی برادر اخند په مشري د سیاسي دفتر یو لوړ پوړی هیئت نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه هغه هیواد ته روان شو.

د اسلامي امارت هئیت به د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې

پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي...."

پاکستان ته د ملا غنی برادر سفر وروسته له هغې کيږي، چې تازه پاکستان د بنديزونو په نوملړ کې د ملا غني برادر  به شمول د يو شمېر نورو طالب مشرانو نومونه هم اعلان کړي دي.