افغان حکومت يې پرېکړه ستايي؛ پاکستان پر يو شمېر طالب مشرانو بنديزونه لګولي دي 

روهي (يوه نۍ/۲ د وږي)، تېره ورځ د پاکستان حکومت بهرنيو چارو وزارت يو نوملړ خپور کړ، چې د يو شمېر نورو کسانو ترڅنګ د افغان طالبانو ځيني مشران يې هم د بنديزونو په نوملړ کې اچولي دي. 

د ولسمشر مرستيال وياند داود خان مينه پال په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي  دي، د دې پرېکړه‌لیک پر بنسټ، د طالب مشرانو پر سفر، شتمنیو او وسلو بندیز لګول کېږي، خو ارګ وايي، پاکستان باید دا کار ډېر پخوا کړی وی.

نوموړي زياته کړې ده،  "له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه ډېره روښانه وه او ده د ترورېزم ملاتړي او پټن‌ځایونه د دوی په خاوره کې دي. موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان صادقانه او عملي اقدامات غواړو. د طالبانو د مشرتابه پر وړاندې باید ډېر مخکې داسې ګامونه اخیستل شوي وی. موږ بیا هم په خپل دریځ ټینګار کوو چې له ترهګرۍ سره مبارزه په صادقانه او عملي اقداماتو پورې تړاو لري."

په ورته  وخت کې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي دي،  "دا بندیزونه مخکېني دي او د ملګرو ملتونو له‌خوا د سیاسي دفتر د مذاکراتي ټیم له غړو او مشرتابه دا بندیزونه څه موده مخکې موقتاً لیرې شوي."