بانکي اکونټونه  يې تر کنګل کړي؛ پاکستان ملا عبدالغني برادر د بنديزونه نوملړ ته وراچولی

روهي (نۍ/۱ د وږي)، د پاکستان حکومت د  FATF د بنديزونو له خړ نوملړ څخه د بهر کېدو په پار د افغان طالبانو د ځينو مشرانو په ګډون ۸۸ کسان د بنديزونو په نوي نوملړ کې اچولي دي. 

د بنديزونو په دغه نوملړ کې د طالبانو د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم شامل دی. د نوموړي بانکي حسابونه کنګل شوي، بهر ته له پاکستان سفر نه شي کولی او همدا ډول د ځان ساتنې لپاره د وسلې حق نه لري.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اصول اړوند پلی کوي. د بنديزونو دغه نوملړ کې ځيني کسان د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې هم شامل دي. 

پاکستان په ۲۰۱۸ کال کې د FATF په خړ نوملړ کې شامل شو او تور لېست د تګ وروستي خبرداری ورکړل شوی دی.